د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې په فاریاب کې به د شپږو روغتیایي مرکزونو او یو سیار ټیم په جوړولو سره د یاد ولایت اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.
د ماشومانو ژغورنې سازمان د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې روغتیایي خدمات او اوبه چمتو کړي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې سازمان یکشنبې د چنګاښ درېیمه په یوه بیانیه کې لیکلي چې د دې مرکزونو له لارې د تغذیې خدمتونه، اروایي روغتیا او ټولنیز ملاتړ، د امېندوارۍ پرمهال ساتنه او له ولادت وروسته د ماشومانو لپاره د تغذیې خدمتونه چمتو کوي.
تر دې وړاندې د دې ولسوالیو اوسېدونکي د روغتیایي خدماتو له کمښت سره مخ وو.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه له کمښت سره مخ او له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس