د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبکوف په دې هېواد کې د پراخو لاریونونو په لړ کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.
نوموړي ویلي، د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له خپلې دندې لاس په سر شوی.
هغه ویلي، نه غواړي د داسې ولسمشر په توګه یې د قرغزستان په تاریخ کې نوم ثبت شي، چې لاسونه یې د خپلو وګړو په وینو ککړ وي.
سورونبای جینبکوف خلک سولې ته وروبلل او خبرداری یې ورکړ چې هېواد یې د کړکېچ په درشل کې دی.
قرغزستان کې له یوې نیمې اونۍ راهیسې، د پارلماني ټاکنو د پایلو په تړاو لاریونونه روان دي.
د پارلماني ټاکنو د اعلان شویو پایلو مخالفان وايي، ټاکنو کې درغلۍ شوې؛ چې نړیوالو څارونکو یې دا ادعا موجه او د اندېښنې وړ بللې ده.