د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نړیوال دې تر کرونا د وژونکو وباګانو پر وړاندې تیاری ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خبري غونډه کې ویلي له کرونا سره د مبارزې ټولې تجربې باید خوندي کړل شي او له وباګانو سره د مبارزې لارې چارې باید پراخې کړل شي.
ددغه سازمان په خبره په نړۍ کې تر کرونا خطرناکې او وژونکې وباګانې راتلونکې دي چې له همدې امله نړیوال باید په خپلو کې سره متحد شي او علمي څېړنې پراخې او شریکې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم بیا ویلي چې نړیوال دې د کرونا وبا په اړه مطالعات له یو بل سره شریک کړي او په خبره ې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د نوې بڼې په اړه پلټنې پیل کړې دي او له برېتانیا سره په ګډه په دې اړه تحقیقات روان دي.