Home » سیمه او نړی » د روسیې پولیسو نږدې ۲۰۰ مخالف سیاستوال نیولي دي
رویداد خبري آژانس

د روسیې پولیسو نږدې ۲۰۰ مخالف سیاستوال نیولي دي

د روسیې پولیسو نږدې دوه سوه کسان چې اکثره یې سیاسي څېرې دي، نیولي دي.

دا اقدام هغه مهال ترسره شو چې پولیسو پرون د مارچ په ۱۳مه په اسماعیلوو هوټل چاپه ووهله.

دغه هوټل کې ځینو سیاسي څېرو د روسیې د سېپټمبر میاشتې محلي او پارلماني ټاکنو په اړه د بحث لپاره غونډه وربللې وه.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پولیس د هوټل ودانۍ ته له ننوتلو وروسته نیول شوي کسان موټرو کې لېږدوي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت منلې چې شااوخوا دوه سوه کسان نیول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دغه اقدام په غبرګون کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هېواد یې په روسیه کې خپلواکو غږونو ته د سزا ورکولو د پای غوښتنه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...