Home » سیمه او نړی » د خوړو نړیوال سازمان د سولې نوبل جایزه وګټله
رویداد خبري آژانس

د خوړو نړیوال سازمان د سولې نوبل جایزه وګټله

د ملګرو ملتونو خوړو ادارې “ورلډ فوډ پروګرام” د ۲۰۲۰ز کال لپاره د سولې نوبل جایزه ګټلې ده.

دا اعلان اکتوبر پر نهمه په ناروې کې د نوبل کمیټۍ مشر بیریټ ریس انډرسن کړی دی

رویداد خبري آژانس

کمیټۍ ویلي چې د کورونا وبا په نړۍ کې لوږه لا ډېره کړې ده او باید حکومتونه د ورلډ فوډ پروګرام او نورو مرستندویه ادارو سره د لوږې ختمولو لپاره اړینه مالي مرسته وکړي

دا په داسې حال کې ده چې په ټول نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وکبله د مړیو شمېر ۱،۰۶۲،۵۳۳ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د اکتوبر تر نهمې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۳۶ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۲۵ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د خوراک نړیوالې ادارې ویاند په اعلان د خپلې خوشالۍ څرګندونه کړې او دا يې د ویاړ شیبه بللې ده.

د نوبل سولې جایزې ارزښت د سویډن ۱۰ میلیونه کراونه دې چې د دسېمبر پر ۱۰ مه په اوسلو کې ورکول کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...