Home » سیمه او نړی » د ترکیې ازمیر ښار کې زلزلې ۲۴ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان کړي
رویداد خبري آژانس

د ترکیې ازمیر ښار کې زلزلې ۲۴ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان کړي

په ترکیه کې چارواکي وايي د «اژه» سمندر په ساحل کې زلزله شوې ده. ۲۴ تنه مړه شوي او شاوخوا ۸۰۴ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي د ریختر په اندازه د زلزلې شدت اوه درجې و.

زلزله د جمعې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم۹) شوې چې اوس د ترکیې د «ازمیر» په ایالت کې یې هم ځینې ودانۍ زیانمنې کړې دې.

رویداد خبري آژانس

دغې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي.

چارواکي‌ وايي د یونان د «ساموس» په جزیره کې دغې زلزلې دوه کسان مړه کړي او اته نور ژوبل دي.

د ترکیې په «ازمیر» کې د دغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه له خپلې سطحې څخه اوښتې او په سیلاب بدلې شوي دي.

رسنیو په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د ادارې د چارواکو له خولې لیکلي‌ دي چې په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک تر ړنګو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي.

د «ازمیر» ښاروال «تونک سویر» ویلي دي چې تقریبآ ۲۰ ودانۍ نسکورې شوي دي او په خبره یې ۷۰ تنه ژغورل شوي دي.

رویداد خبري آژانس

په ترکیه کې په ۱۹۹۹ کې سخته زلزله وشوه چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ کسان په کې مړه شول. په ۲۰۱۱ کې بیا د ترکیې د «وان» په ښار کې زلزله وشوه او ۵۰۰۰ کسان په کې مړه شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...