Home » سیمه او نړی » د بلغاریا چارواکو۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي
رویداد خبري آژانس
د بلغاریا هېواد بیرغ

د بلغاریا چارواکو۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي

د بلغاریا چارواکي وایي، په یوه کښتۍ کې یې چې له دوبۍ یې د ایران ساختماني مواد لېږدول، څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي دي.

څارنوال ولادمیرچاوداروف پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه) وویل، دغه هیروئین په ۴۸۷ کڅوړو کې د قیرپه رولونو کې ځای پرځای شوي وو.

د ساختماني موادو د واردونکي شرکت خاوند او د ګمرک یو چارواکی د دغو مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه هیروئین چې د بلغاریا په وارنا بندر کې ضبط شوي، ارزښت یې شااوخوا ۲۲ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...