د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړې غوښتي چې اوربند وکړي او د روژې میاشتې ته په احترام دې د خواخوږۍ فضا رامنځته کړي.
د دغه کمېسیون مشر ذبیح الله فرهنګٰ پرون سې شنبه په ورځ (د وري ۲۴مه نېټه) رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت د ډاډ وړ نه دی، ځکه دا د ملکیانو لپاره تر ټولو سخت حالت دی.
فرهنګ زیاته کړې، چې نور باید د جګړې دواړې غاړې د ملت غوښتنې ومني او په خپلو کې اوربند وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا خبرپاڼه داسې مهال خپره وي، چې د روژې په لومړۍ ورځ ولسمشر غني او ځینو نورو لوړ رتبه امنیتي چارواکو په هېواد کې د عمومي اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو تر اوسه د اوربند ټینګښت نه دی منلی.