Home » اقتصادی » د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي
رویداد خبري آژانس

د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د حیرتان- مزارشریف، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له لارې په تیر میاشت کې۷۰۰۲۷ ټنه ډېر کرنیز او سوداګریز توکې له هیواد بهر ته صادر شوي.


د پټلۍ اداره وايي دا توکې چې د مزارشریف- حیرتان، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له تمځایونو څخه بار شوی وو، اوزبکستان روسیه او قزاقستان هېوادنو ته استول شوي.

رویداد خبري آژانس


په صادر شویو توکو کې کرنیز محصولات لکه حبوبات، وچې میوې او تازه میوې شامل دي چې ډېری یې مالته دي.


دا په داسې مهال کې ده چې څو ورځې مخکې ده لومړی ځل لپاره د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد پیل شو او د افغانستان د کورنیو تولیداتو یوه محموله له دې لاره بهر ته واستول شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...