Home » اقتصادی » د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره: د شاه او عروس بند چارې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره: د شاه او عروس بند چارې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي

دافغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي چې د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

يادې ادارې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه نېټه ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بند د کابل دشکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۹ میلیون مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

اعلامیې لیکلي:” د بند جګوالی ۷۷.۵ متره دی، چې د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی ښيي.”

د یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي:” دغه بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي، چې د زیرمې له ۴ میلیون مترمکعبه اوبه یې د کابل ښار اوسېدونکو څښلو او ورځني لګښت لپاره او پاتې ۵ میلیون مترمکعبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره به ترې ګټه واخیستل شي او ۳۲ میلیونه متر مکعب اوبه به تنظیموي.”

دغه بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی، چې د جوړولو ټول ټال لګښت یې نږدي۵۲ میلیون امریکایي ډالره دی، چې د افغان حکومت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...