ولسمشرمحمد اشرف غني پرون یکشنبه (د وري ۱مه نېټه) د نوي کال مراسم چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل چې اوبه د افغانستان عزت دی او مدیریت یې د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
نوموړي په دغه مراسمو کې د کمال خان بند کارونو بشپړېدو ته په اشاره وویل چې په دې کار سره د نیمروز د خلکو ۸۰۰ کلنه هیله پوه شوه.
ولسمشر غني زیاته کړه: “د اوبو د لویو بندونو جوړول یوازې تر نیمروز پورې محدود نه دي. په شمال، جنوب، ختیځ، لوېدیځ او مرکز کې په هر ځای چې اوبه د افغانستان عزت دی مدیریت کیږي او د افغانستان اوبه خوندي کیږي.”
ټاکل شوې روانه اونۍ په نیمروز کې د کمال خان اوبو بند پرانیستل شي، د یاد بند پرانیستلو لپاره د حکومت لخوا چمتووالی نیول شوی دی.
ولسمشر غني پر داسې مهال د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي چې په دغه هیواد کې روان کال د سختې وچکالۍ په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.افغانستان په وچه کې پروت هیواد او د اوبو لویه تیکه یې په ژمې کې پر واورو او بارانونو ده.