Home » سیمه او نړی » د امریکا په نیواډا ایالت کې د ډزو په پایله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

د امریکا په نیواډا ایالت کې د ډزو په پایله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا په نیواډا ایالت کې د ډزو په پایله کې د وسله‌وال په ګډون څلور تنه وژل شوي.

د متحده ایالاتو په نیواډا ایالت کې ډزو کې د بریدګر په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د متحده ایالاتو د رسنیو په حواله، ډزې د «نیواډا» په هنډرسن کې شوې.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، کله چې پولیس د پیښې ځای ته ورسیده، یو ټوپک‌وال (وسله‌وال) یې وموند، دوی هڅه کوله، چې نوموړی خپله وسله وغورځوي، خو هغه انکار کاوه، چې وروسته د پولیسو او وسله‌وال ترمنځ نښته وشوه.

سیمه‌ییزو پولیسو د بریدکونکي په ګډون د ۴څلورو کسانو وژنه تایید کړي او ویلي یې دي، چې بریدګر د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په پیښه کې ۵پنځه تنه ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس چارواکي وايي، د ډزو علت لا نه دی څرګند، خو په اړه یې پلټنې پېل شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...