Home » افغانستان » د امریکا پخوانی سفیر:افغان دولت باید په مذاکراتو کې د وروستي ځنډ له کبله ملامت ونه بلل شي
رویداد خبري آژانس

د امریکا پخوانی سفیر:افغان دولت باید په مذاکراتو کې د وروستي ځنډ له کبله ملامت ونه بلل شي

په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر وايي، چې افغان دولت باید په سوله کې د وروستي ځنډ له کبله ملامت و نه بلل شي.

په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي نو له همدې کبله افغانستان دولت ملامت نه دی او باید په دې کې پړ و نه بلل شي چې ګواکي د سولې په خبرو کې د ځنډ سبب دی.

رونالډ نیومن همدا راز وایي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به د ټرمپ د حکومت ستره تېروتنه وي، ځکه تر دې دمه په افغانستان کې جګړې روانې دي خو که سرتېري وځي نو بیا امریکا د افغان حکومت د پراخ ملاتړ مسووله ده.

د نوموړي په وینا په ټوله مانا باید هڅه وشي چې په افغانستان کې د ترهګرو د پیاوړي کېدو مخه ونیول شي او په دې مسئله کې باید امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه پرېکړې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...