Home » سیمه او نړی » د امریکا ولسمشر يو ځل بيا له افغانستانه د پوځیانو په ايستلو ټينګار وکړ
رویداد خبري آژانس

د امریکا ولسمشر يو ځل بيا له افغانستانه د پوځیانو په ايستلو ټينګار وکړ

د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ايستلو ټينګار وکړ او ويې ويل، ډېر ژر به لوی شمېر امريکايي سرتېري افغانستان پرېږدي.

نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ټاکنيزو مبارزو بهير کې په اوهايو ايالت کې خپلو پلويانو ته وکړې.

ټرمپ ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ماموريت نور پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې امريکايي ځواکونه به د روان مېلادي کال تر پايه يا د راتلونکي کال په لومړيو کې له افغانستانه بهر شي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي و، چې غواړي د کرسمس تر جشن مخکې ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه وباسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...