Home » سیمه او نړی » د امریکا د فدرال ادارې د نورو وسله والو اعتراضونو خبرداری ورکړی
رویداد خبري آژانس

د امریکا د فدرال ادارې د نورو وسله والو اعتراضونو خبرداری ورکړی

امریکايي چارواکو د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په درشل کې د ټول هېواد په کچه د نورو وسله والو اعتراضونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې پرون په یوه بیان کې چې رسنیو ترلاسه کړی، ویلي چې د امریکا په واړه پنځوسو ایالتونو کې د ایالتي کانګرسونو او په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانیو د وسله والو اعتراضونو پلانونه جوړ شوي دي.

له پلازمېنې واشنګټن ډي سي پرته د امریکا په ډېری ایالتونو کې د وسلو ګرځول آزاد دي او قانوني ممانعت نه لري.

د ايف بي اى بیان زیاتوي، چې دا اعتراضونه ښايي د روانې جنوري د ۱۶ مې او شلمې ترمنځ ورځو کې وشي.

د ولسمشر ډونالډټرمپ پلویانو تېره اونۍ د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...