Home » افغانستان » د امریکا د دفاع پخواني وزیرانو؛ په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو غوښتنه کړې ده
رویداد خبري آژانس

د امریکا د دفاع پخواني وزیرانو؛ په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

د واشنګټن ایګزماینر د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت دوو پخوانیو وزیرانو رابرت ګیټس او مارک ایسپیر ویلي چې په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل به بدې پایلې ولري.

د بارک اوباما د دورې دفاع وزیر رابرت ګیټس او د ټرمپ د دورې وروستي دفاع وزیر مارک ایسپیر بایډن ته سپارښتنه کړې ده چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ونه ایستل شي.

ایسپیر ویلي چې دوی د دوحې پر هوکړه په بشپړه توګه عمل کړی دی خو طالبانو په یاده هوکړه کې ذکر شویو ژمنو باندې چې د تاوتریخوالي کمول، له افغان حکومت سره د مذاکراتو پیلول او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول و له دې ډلې یې پر یوې هغې هم عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړې دوی خپل حسن نیت وښود خو په خبره یې له بده مرغه چې طالبانو ژمنتیا ونه ښوده.

ایسپير دغه راز ویلي چې دی په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمولو پر سر هم له ټرمپ سره مخالف و خو هغه دا کار په ډېره بې پروایي تر سره کړ.

په ورته وخت کې رابرټ ګیټس بیا ویلي، طالبانو ته باید دا پیغام ورسول شي چې څو پورې د سولې مذاکرات په جدي توګه پیل نه کړي امریکا له افغانستانه نه وځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...