Home » سیمه او نړی » د امریکا اندیانا ایالت کې یوه وسله وال ۸ کسان په ډزو وژلي
رویداد خبري آژانس

د امریکا اندیانا ایالت کې یوه وسله وال ۸ کسان په ډزو وژلي

د امریکایي چارواکي وایي چې د اندیانا ایالت کې یوه وسله وال کس ۸ کسان په ډزو وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

پولیسو پرون جمعې په ورځ (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د فېډېکس د پوستې خدماتو په ودانۍ کې شوې ده.

دوی زیاتوي چې بریدکوونکي هم خپله ځان وژلی دی.

چارواکي وايي، لږترلږه څلور کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه حالت نازک دی.

د بريدکوونکي د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي او د پېښې علت هم نه دی معلوم.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...