د افغانستان لومړنۍ ښځینه جنراله او پخوانۍ دعامې روغتیا وزیره سهیلا صدیق د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د جمعې په ورځ د ډیسمبر ۴ ( لېنډۍ ۱۴ ) مړه شوه.
سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د هېرې یا الزایمر په ناروغۍ اخته او سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.
د افغانستان د ملی دفاع وزیر اسدلله خالد، د لوی درستیز محمد یاسین ضیا او د دغه وزارت شمېر چارواکو د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعې بللې ده.
بل لوري ته د هېواد د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د نوموړې مړینه د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بولي:”پخوانۍ روغتیا وزیرې پوهاندې سهیلا صدیق د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره ریښتونی او مخلص کار وکړ، نن سهار سرادر محمد داود خان روغتون کې مړه شوه.”
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سهیلا صدیق په مړینه خواشیني ښودلې ده:”ډګر جنراله سهیلا صدیق د طب او پوځ برخه کې د افغانستان مخکښه مېرمن وه، نږدې نیمه پېړۍ یې هېواد ته خدمت وکړ او طبي، پوځي او ټولنه کې د ښځو د ځای تثبیت لپاره حضور یې د ستایلو دی او ترې انکار نه کېږي. “
سهیلا صدیق نږدې څلوېښت کاله د روغتیا برخه کې کار کړی او د سردار محمد خان روغتون مشره او روغتیا وزیره پاتې شوې ده.