د افغانستان د يو شمېر رسنيو مشرانو په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د رسنيو او بيان ازادۍ په تړاو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم پر خپل ټوېټر ليکلي، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د سياسي دفتر يو شمېر غړو د افغانستان د رسنيو له مشرانو سره پرون مازديګر ليدلي دي.
نعيم زياته کړې، په دغه ليدنه کې د رسنيو په تړاو د طالبانو د دريځ او د ټولنې او په ځانګړي ډول د سولې د خبرو پر وړاندې د رسنيو د مسووليت په تړاو خبرې شوې دي.
دغه ليدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې خبرو يو مهم بحث هم په افغانستان کې د رسنيو او بيان ازادۍ برخليک دی.