د افغانستان د سولې ولسي مجمع د خلاصون لارې عالي شورا په نوښت پکتیا ولایت ګرذیز ښار کې لویه غونډه کړې، په یاده غونډه کې د پکتیا ولسونه، مخورو علماوو، مجاهدینو، استاذانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د افغانستان د سولې ولسي مجمع جوړونکی او د خلاصون لارې شورا مشر سیداکبر اغا وویل چې د افغانستان ټول ولسونه نور په جدي توګه سوله غواړي او د سولې روان بهیر ته ډیر لیواله دي، سیداکبر اغا زیاته کړه د دوحې په خبرو کې به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان دا لویه لاسته راوړنه او هیلې د خنډونو سره مخامخ کړي، نوموړی وايي: ((مونږ په پوره دقت د سولې روان بهیر تر څار لاندې نیولی دی څوک يې چې د سبوتاژ هڅه وکړي نو د ولسونو له کلک غبرګون سره به مخ شي.))
په دې غونډه کې ګډونوالو غوښتنه لرله چې، مونږ د افغانستان مجاهد ولسونه په مجدانه توګه د اسلامي نظام غوښتونکي یو په افغانستان کې بغیر له اسلامي نظام بل هیڅ نظام د ولسونو په خیر او ګټه نه دی.
د افغانستان د سولې ولسي مجمع پلان لري چې د ولایتونو څخه وروسته یوه لویه غونډه په کابل کې جوړه کړي، د جوړونکي مسولین يي وايي چې د غونډو جوړولو څخه يي موخه داده چې د سولې له روان بهیر څخه عام خلک خبر او د دوي لاسته راوړنه له منځه لاړه نه شي.