د احصایې ملي ادارې سږکال د ارزګان ولایت د وګړو شمېر ۴۳۶ زره او ۷۹ تنه ټکل کړی.
د احصایې له ملي ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ارزګان ولایت کې ټول ۴۳۶ زره او ۷۹ تنه ژوند کوي چې له دې ډلې ۲۲۳ زره ۱۴۳ تنه یې نارینه او ۲۱۲ زره او ۹۳۶ تنې یې ښځې دي.
خبرپاڼه لیکي، دغه راز ټول نفوس ۱۶ زره او ۶۸ تنه یې په ښار او ۴۲۰ زره ۱۱ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.
دا پّه داسې حال کې ده چې د احصایې ملي ادارې تردې وړاندې د یو شمېر نورو ولایتونو د وګړو د شمېر اټکل کړی و.