د پاکستان پوځ وايي، قوي استخباراتي راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې په نومبر او ډسمبر مياشتو کې به پر کراچۍ، لاهور او پېښور د وسلهوالو له خوا خونړي بريدونه وشي.
د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال بابر افتخار وايي، پوځ ته ډېر داسې ثبتونه په لاس ورغلي چې ښيي، دغه بريدونه کېږي او مخه نيول يې هم دوی ته اسانه نه ده.
دی وايي، د دې ټولو بريدونو تر شا د هند استخباراتي شبکه را ده چې له ډېرې مودې يې راهيسې يې وسلهوالو ته د پاکستان پر ضد وسلې او پيسې ورکول پيل کړي دي.
بابر افتخار يو وار بيا تور پورې کړ چې په کابل کې د هند يو ډيپلوماټ د پاکستان پر ضد دغه ګامونه اوچتوي او د ده په خبره، د کرنل راجېش په نامه دغه کس څلور ځله له هغو ترهګرو سره ليدلي چې پر پاکستان به بريدونه کوي.
دی تور پورې کوي چې په هند کې د پاکستان پر ضد د ترهګرو د روزلو لپاره يو او په افغانستان کې شپږ شپېته کمپونه جوړ شوي دي.
بل لوري ته دافغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ ویاند دغه ادعا بې اساسه بللې ده، او ویلي دي، چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه هم چا ته اجازه ورکول کېږي چې له افغان خاورې د نورو پر ضد ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.
بهرنیو چارو وزارت له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د پاکستان ادعا هم بې اساسه بللې ده.
دا په تېره څه موده کې د پاکستان تر ټولو قوي چيغې دي چې ورباندې له احتمالي بريدونو يې وهي.
لا هم د هند او افغانستان د بهرنيو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ويلي.