Home » افغانستان » دفاع وزارت:کندهار کې ۹۷ تنه طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:کندهار کې ۹۷ تنه طالبان وژل شوي

دافغانستان ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د یوه قومندانان په ګډون ۹۷طالب وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي:” د کندهار ولايت په ژیری ولسوالۍ په سيمو کې ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د وسله والو طالبانو د ۹ قوماندانان په ګډون ۸۸ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۷ تنه نور يې ټپيان کړي دي.همدارنګه د کندهار ولایت د شاولیکوت ولسوالی کی ۹ تنه وسله وال طالبان وژلی دی.”

خبرپاڼه زیاتوي د يادو بريدونو په ترڅ کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

بل لوري ته پکتیکا کې تېره ورځ افغان ځواکونو په ځوابه بریدونو کې ۱۰ تنه د حقاني ډلې غړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت یوې بلې خبرپاڼې کې ویلي، چې د حقاني ډلې پلان درلود د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د (شرمت خیلو) په سيمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ګزمه وسله وال برید تر سره کړي.

چې د تندر قول اردو د دوهمې لوا منسوبينو د امنيتي ځواکونو سره په ګډه د توپچي ځواک په مرسته د وسله والو ددغه شوم پلان د عملي کیدو څخه مخنیوی کړی، چې په پایله کې ۴ تنه د حقاني ډلې غړي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

رویداد خبري آژانس

خبرپاڼه زیاتوي، یو ډاډسن موټر، یو میل زیکویک او یوه قرارګاه په مکمل ډول له منځه وړل شوي، د ګزمې په جریان کې د مزایل ۳ فایره مرمۍ او یو حلقه بوشکه‌یي ماین د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...