Home » افغانستان » دفاع وزارت: کندهار کې ۱۸ طالبان ووژل شول
رویداد خبري اژانس

دفاع وزارت: کندهار کې ۱۸ طالبان ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات تېره ورځ امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب، شاه ولیکوټ او ژیړۍ ولسوالیو کې کړي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي:” ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ۳موټر، ۷ موټرسایکلونه، ۱۵ د راکټ مرمي، ۱۰ پټاقۍ ۱۰ لاسي ماینونه، ۶ ریموټ کنټرول ماینونه او یوه اندازه وسلې، مهمات افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.”

اعلامیه زیاتوي چې ملي اردو ځواکونو ۲۳۶ بېلابېل ډول ماینونه کشف او خنثی کړي هم دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...