Home » افغانستان » دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ طالبان ووژل
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: کندهار کې هوايي برید ۱۵ طالبان ووژل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر طالبانو هدفي برید کړی دی.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دغه برید کې چې پرون ( شنبه) شوی، د طالبانو ۱۵ غړي وژل شوي دي.

دفاع وزارت رسنیو ته د همدې برید یوه وېډیو هم لېږلې چې پر یوه کور له هوایي بریده وروسته شنه لوخړه په‌کې معلومېږي.

بلخوا د دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د څلور وسله والو طالبانو ته وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ځواکونو یې د کندهار په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال څلور طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، د وسله والو طالبانو ۴ موضع، ۲ پټنځایونه او یوشمېر وسلې او مهمات له منځه یې وړلي دي. او همدا راز د طالبانو ۵۰ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو له لوري کشف او شنډ کړای شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...