Home » افغانستان » دفاع وزارت:هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:هلمند کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په هلمند ولایت د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې د القاعده شبکې څلور غړي وژل شوې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن شنبه د دسمبر۲۶ ( مرغومي۶) د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي،

چې تېره ورځ طالبانو غوښتل د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ”مومن خان” اړوند سیمه کې ماینونه ځای پرځای کړي چې د هوایي ځواک بریدونو په پایله کې د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې شبکې ۴ غړو په ګډون ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:” تېره ورځ طالبان د هلمند ولایت اړوند سیمو کې د دفاعی، امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو د ۴ بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...