Home » افغانستان » دفاع وزارت:په جوزجان کې ۷تنه طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي

دفاع وزارت:په جوزجان کې ۷تنه طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي

د افغانستان دفاع وزارت د جوزجان ولایت په فیض آباد او سه درخت ولسوالۍ کې د طالبانو د حملې پر شا تمبولو خبر ورکوي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي”:  تیره ورځ، طالبانو پلان درلود چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د «سه درخت» په ولسوالۍ کې د ملي دفاعي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي”.

د وزارت په حواله دغه حمله په شا تمبول شوې چې په پایله کې د دې ډلې د دوه سرګروپانو هر یو “عبدالروف” مشهور په زرقاوي او “غلام محمد” په ګډون ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...