د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت په “شولګرې” ولسوالۍ کې ۱۶ تنه طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي:” تېره شپه طالبان د بلخ ولایت “شولګرې” ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو. دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګرو ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.”
د ملي دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې تېره شپه د بلخ ولایت “شولګرې” ولسوالۍ خاکباد او ناقلین سیمه کې طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.