Home » افغانستان » درې ورځې د امریکا تر ټاکنو؛ ټرمپ او بایډن په مرکزي ایالتونو کې په کمپاین بوخت دي
رویداد خبري آژانس

درې ورځې د امریکا تر ټاکنو؛ ټرمپ او بایډن په مرکزي ایالتونو کې په کمپاین بوخت دي

۷۲ ساعته د امریکا تر ټاکنو؛ټرمپ او بایډن په مرکزي ایالتونو کې په کمپاین بوخت دي

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو رسمي ورځې ته یوازې ۷۲ ساعتونه پاتې دي خو د دواړو نوماندانو ترمنځ سخت کمپاین روان دی.

ټرمپ او جو بایډن مرکزي ایالتونو کې د خلکو په جذب بوخت دي.

دمګړی بایډن ایوا ایالت ته تللی دی چې د رایو له اړخه د امریکایي نوماندانو لپاره مهم دی.

ټرمپ بیا په مینه سوتا کې په کمپاین بوخت دی چې په تېرو ټاکنو کې یې تر ټرمپ هیلاري کلنټن ته ډېرې رایې ورکړې وي.

بلخوا نظرپوښتنې تر دې دمه ښيي چې جوبایډن تر ټرمپ مخکې دی.

د امریکا ټاکنو ته یوازې درې ورځې پاتې دي او د نومبر په درېیمه نېټه به په دغه هېواد کې میلیونونه کسان راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...