د افغانستان جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش وایي ټول باید په ګډه هڅه وکړي چې طالبان اوربند ته تیار کړي.
سرور دانش نن شنبه د اکټوبر۱۰ (تلې۱۹) په لویه څارنوالۍ کې په یوه ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان تر بل هر وخت د سولې راتګ ته اړتیا لري او باید روانې خونړۍ جګړې د خبرو له لارې ختمې کړل شي.
د سرور دانش په وینا ټول باید هڅه وکړي چې طالبان اوربند ته وهڅوي او دغه ډله دې ته تیاره کړي چې له جګړو لاس په سر شي او سیاسي لاره خپله کړي.
هغه د قضايي اداراتو په اړه هم وویل چې قضايي ادارې پیاوړې دي او په هېڅ ډول د طالبانو له قضايي سیستم سره د پرتلې وړ نه دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې افغان حکومت د قرآن او سنت پر بنسټ خو طالبان د امریکا د هوکړې پر بنسټ د مذاکراتو د مخ ته بېولو غوښتونکي دي.
دانش داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دوحه کې لا هم د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د مذاکراتو پر تګلاره توافق نه دی شوی او د تماس ډلو هم رسمي ناستې نه دي لرلې.