دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي ملي پولیسو منسوبینو په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وژنې، تېري، د موټر د غلا او د لوټونې په تور نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې کسانو له منځه؛ په کابل کې یو کس د وژنې، په کندهار کې دوه تنه د موټر د غلا او همدارنګه د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند پنځمې امنیتي حوزې په سیمو کې هم یو کس د تېري او دوه تنه نور د خلکو د قیمتي مالونو د لوټولو په تړاو نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.