د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي نجیب ترکي د جنازې لمونځ نن سه شنبه اکټوبر۶(تلې۱۵) د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې اداء شو.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالی کې د نړۍ د کرکټ د ځلانده ستوري او د ملي لوبډلې پياوړي توپ وهوونکي نجیب ترکي د جنازې لمونځ د دې ولایت د والي ضیاءالحق امرخېل په امامت اداء شو.
د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، د کرکټ بورډ سرپرست اجرايوي رئيس،د کرکټ بورډ د بېلابېلو برخو غړو، ولایتي شورا غړو، ملي لوبډلې لوبغاړي ، د کرکټ مینوالو، ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د ننګرهار ضیاءالحق امرخېل د جنازې د لمانځه د اداء کولو وروسته د ارواښاد نجیب ترکي په مړینه خواشیني وښوده
هغه وویل:”په ژور خپګان چې د کرکټ د اسمان یو راڼه ستوري، نجیب الله ترکي سقوط وکړ، له حده زیات یې ودردولم، ارواښاد په کم وخت کې ډیر وځلیده او ډېرو زړونو ته یې لاره ومونده، الله ج دې د جنتونو سردار کړي.”
همدارازد افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئيس نظیم جار عبدالرحيمزي د نجیب ترکي مړینه د افغان کرکټ لپاره لویه ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغه له دې مخکې شپږیزې لیګ کې هم د سر برخه کې ژوبل شوی و.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجيب الله ترکی تېره اوونۍ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په یوې ترافیکي پېښه کې ټپي او د څلور ورځو وروسته يې په روغتون کې د ۲۹ کالو په عمر ومړ.
د افغان کرکټ دا ځوان لوبغاړی، چې ډېر په شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی، ۲۰۱۴ ز کال کې نړیوال کرکټ ته راغلی و.
دی توپ وهونکی او پیلیز لوبغاړی و، چې په ۱۲ شل اوریزو او یوې یوه ورځنۍ نړیوالو کرکټ سیالو کې یې ګډون کړی و.