Home » افغانستان » حنیف اتمر د سولې مذاکرو د دوهم پړاو بریا لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر د سولې مذاکرو د دوهم پړاو بریا لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې مذاکرو د دوهم پړاو د بریا لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي دي.


د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن شنبه د جنورۍ۹ (مرغومي ۲۰مه) رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې لړ کې د ګڼو هېوادونو له مشرانو سره بحث وکړ.


ګران هېواد وايي: “د بهرنیو چارو وزیر په دې لړ کې په تېرو دوو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو له شپږو بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو او امریکا له ځانګړو استازو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه د دې بهیر د بریا لپاره د دوی ملاتړ له ځان سره ولري.”


د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي تېره سې شنبه قطر ته روان شو او د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره به د اصلي مذاکرو پر اجنډا نن شنبه خبرې پیلوي.


د حکومت پلاوی ټینګار کوي چې د خبرو د اجنډا په سر کې به دا وار د اوربند موضوع شامله وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...