د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره کتلي.
د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” دواړو لورو په ترکیه کې د سولې خبرو لپاره چمتووالی او د خبرو اترو پر ترکیب، د غونډې اجنډا، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلان او د غونډې پر پایلو خبرې وکړې”.
خبرپاڼه زیاتوي چې حنیف اتمر له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلان په هکله د مخ په زیاتیدونکي ملي اجماع په اړه خبرې کړي.
نوموړي د افغان سولې بهیر په بریا کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو رول ارزښتناکه بللې ده.
بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اوربند، پراخه سیاسي موافقه، د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنې په هکله او په افغانستان کې د تروریستانو د نفوذ څخه د مخنیوي لپاره په آسيا زړه – استانبول پروسې کنفرانس کې بې ساري سیمه ایزه او نړیواله اجماع جوړه شوې ده او باید نور هم پياوړې او د سولې بهیر د بريا لپاره وکارول شي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ملي، سیمه ایزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت باندې په ټینګار سره، هیله څرګنده کړې چې د ترکیې په غونډه کې د سیاسي حل پر اصولو او اوربند باندی موافقه وشي.