Home » افغانستان » حنیف اتمر:نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر:نړیوال دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې برخه کې زیاته هڅه وکړي

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي نړیوال هېوادنه دې د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په جینوا کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د اقتصادي مرستې په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.

حنیف اتمر ویلي، افغان دولت دوه سندونه چمتو کړي او د کنفرانس له برخوالو سره شریک شوي دي.

د اتمر په وینا یو سند په راتلونکو ۵ کلونو کې د افغانستان د دولت د ګډ پلان په اړه دی چې په ۳ محورونو سوله، دولت جوړونه، د افغانستان د اقتصاد او مارکیټ پیاوړتیا کې تنظیم شوی.

دویم سند د حساب ورکولو د متقابل چوکاټ په نوم دی چې په هغه کې د افغانستان د دولت ژمنې او د نړیوالې ټولنې ژمنې شامل شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...