Home » افغانستان » حنیف اتمر:طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر:طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر نن سې شنبه د اکټوبر ۶ (تلې۱۵) په دوحه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي.

اتمر زیاته کړې، طالبانو د خبرو په پیل سره د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه خو د تمې خلاف تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت او افغانان د اوربند په اړه د طالبانو ژمنې پوره کولو ته په تمه دي.

اتمر ټینګار کړی دی چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ او اساسي موخه اوربند او بل هغه یې د سیاسي هوکړې له لارې د روانې اوږدې جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسول دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د بې ګناه ولسي وګړو ژوند خوندیتابه ته په پام باید هر څه ژر د تاوتریخوالي پر کموالي او د میکانیزم پر جوړېدو هوکړه وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...