د پاکستان د حقانیه مدرسې د موسس مولانا سیمعالحق زوی حامدالحق وایي، طالبانو ته امریکا تسلیم شوه افغان حکومت ته هم په کار ده چې طالبانو ته تسلیم شي.
د پاکستان د حقانیه مدرسې د موسس مولانا سمیعالحق زوی او د حقانیه مدرسې اونی مشر حامدالحق وايي، وسلهوالو طالبانو د افغانستان جنګ ګټلی او افغان حکومت ته په کار ده چې طالبانو ته تسلیم شي.
نوموړي دغه خبرې تېره ورځ په یو ویډیویي پیغام کې کړې دي.
حامد الحق څرګندونو ته د حج او قافو وزارت غبرګون
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د حقانیه مدرسې د موسس مولانا سمیع الحق د زوی حامد الحق وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د نوموړي څرګندونې لمسونکي او د استخباراتي کړیو په لار ښوونه یې د افغانستان په چارو کې مداخله بللې ده.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي:”د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.ټولې نړۍ ته ثابته ده، چې د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده.”
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه هم رسماً غوښتي چې د حامد الحق د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي.
یاد وزارت ویلي چې دا باید روښانه شي چې نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان حکومت په استازیتوب کړي دي؟
حامد الحق اوس مهال په حقانیه مدرسه کې د خپل پلار مولانا سميع الحق ځای ناستی دی.
د هغه پلار د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یو برید کې وژل شوی دی.
د هغه پلار د دفاع پاکستان کونسل مشري هم کوله. د هغه په ديني مدرسه کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويل کيږي.
مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و او درې کاله مخکې یې په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د دوی په سیاسي اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.
د افغانستان حکومت په وار وار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په مدرسو کې افغانانو او نورو ته “افراطیت” ښودل کیږي او بیا له هغه ځای نه افغانستان ته د جنګ لپاره استول کیږي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.