Home » سیمه او نړی » جو بایډن: په لومړیو سلو ورځو کې ایله د ډونالډ ټرمپ ورانۍ راسمې کړم
رویداد خبري آژانس

جو بایډن: په لومړیو سلو ورځو کې ایله د ډونالډ ټرمپ ورانۍ راسمې کړم

جو بایډن وايي که ولسمشر کېږي نو ښایي لومړۍ سل ورځې یې ایله د ټرمپ د ورانکاریو د جوړولو لپاره د پلان او طرحو په رامنځ ته کولو تېرې شي.

جو بایډن چې له رسنیو سره یې د خپلو لومړیو سلو کاري ورځو د پلان په اړه خبرې کړې وایي ډونالډ ټرمپ امریکا سخته زیانمنه کړې او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي.

د نوموړي په وینا په سلو لومړیو ورځو کې ایله د ټرمپ ورانکارۍ راسمې کړي، هغو ته پلانونه جوړ کړي او د شته بحران مخنیوی وکړي.

بایډن دغه راز وايي چې په لومړیو کاري ورځو کې د کرونا وبا پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې لپاره ګام اوچتوي، اقتصاد به پرانیزي او په امریکا کې د کاروبار او اقتصادي ودې لپاره کار کول د سلو لومړیو ورځو مهم مسایل دي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او د وروستیو نظرپوښتنو له مخې جو بايډن تر ټرمپ مخکې دی. بایډن تر دې دمه ۵۱،۴ او ټرمپ بیا ۴۳،۱ سلنه رایې لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...