Home » سیمه او نړی » جو بایډن: د کرونا وبا له امله د ۵ لکو کسانو مړینه وېروونکې غمیزه ده
رویداد خبري آژانس

جو بایډن: د کرونا وبا له امله د ۵ لکو کسانو مړینه وېروونکې غمیزه ده

ولسمشر جو بایډن په متحدو ابالاتونو کې کرونا وبا ناروغۍ له امله د څه باندې پنځه لکه کسانو مړینه یوه وېروونکې غمیزه او بوږنوونکې مرحله بللې او د هېواد له خلکو یې غوښتې دي چې د دې وبا پرضد په مبارزه کې یو موټی شي

جو بایډن چې د خپلې کورنۍ غړي یې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې خپل ویر ته اشاره وکړه او پر امریکایانو یې غږ وکړ چې د خپلو تللو عزیزانو یاد ته درناوی ورکړي او په یاد یې وساتي.

هغه له امریکایانو وغوښتل چې هوښیار واوسي، ټولنیز واټن وساتي، ماسکونه واغوندي او په خپل وار واکسین وکړي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په متحدایالاتونو کې د کووېد-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۵۰۰۲۳۶ کسانو ته رسېدلې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اته ویشت میلیونه یو سل او اته اتیا زرو ۲۸۱۸۸۰۰۰ اوښتی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...