Home » سیمه او نړی » جوبایډن: امریکا کې به د نژاد پالنې پرضد مبارزه کوو
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جوبایډن

جوبایډن: امریکا کې به د نژاد پالنې پرضد مبارزه کوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن او مرستیاله یې کمالا هارېس ژمنه وکړه چې په متحده ایالاتونو کې به د نژاد پالنې پر ضد مبارزه کوي.

ښاغلي بایډن او مېرمن هارېس په اتلانتا ایالت کې د تېرې سې شنبې ورځې له پېښې وروسته چې په ترڅ کې یې اته کسان په ډزو ووژل شول دا ژمنه وکړه. په وژل شوېو کسانو کې شپږ اسیایي مېرمنې شاملې وې.

بایډن په جورجیا کې د اسیايي ټولنو له استازو سره د کتنې پر مهال په لنډه وینا کې وویل، په متحد ایالاتونو کې ډېر وخت د کرکې او تشدد پر وړاندې خلک پټه خوله پاتې کېږي چې د ده په وینا دا کار له جرم سره یولاس کول دي.

بایډن وویل چې دا عادت باید بدل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...