Home » سیمه او نړی » جمهوریت غوښتونکو یو ځل بیا ډونالډ ټرمپ خپل کاندید اعلان کړ

جمهوریت غوښتونکو یو ځل بیا ډونالډ ټرمپ خپل کاندید اعلان کړ

د امریکا په متحده ایالاتونو کې جمهوریت غوښتونکو ګوند یو ځل بیا ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته د کاندید په توګه او د ټرمپ برحاله مرستیال مایک پنس د ولسمشر د مرستیال په توګه اعلان کړ.

د وږي ۴ مه (د اګست ۲۵ مه) راپورونه وايي د جمهوریت ګوند له لوري د ټرمپ او پنس ټاکلو څخه وروسته مایک پنس د خپل ګوند د غړو څخه مننه کړې.

ټاکل شوې ده چې د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي د شمالي کارولینا په شارلیټ ښار کې راټول شي او د غونډې ځینې برخې حضورې دي او زیاتې برخې یې په انلاین ډول تنظیم شوې دي.

د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند غړي به د امریکا په روانو چارو، کورنیو او بهرنیو تګلارو او نورو مسایلو باندې خپل دریځ بیان کړي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هر ځل دوه لوي ګوندونه دیموکرات او جمهوریت غوښتونکي ګوندونه تر ټولو مخکښ وي.

دېموکراتانو جوبایډن د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپل کاندید اعلان کړ او کاملا هریس يې مرستیاله کاندیده شوه.

پاتې دې نه وي چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په درېیمه نیټه کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...