Home » سیمه او نړی » جان کري: د سولې او ثبات ټینګښت لپاره په سیمه کې د امریکایي سرتېرو حضور اړین دی
رویداد خبري آژانس
د اوبو او هوا په برخه کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی جان کري

جان کري: د سولې او ثبات ټینګښت لپاره په سیمه کې د امریکایي سرتېرو حضور اړین دی

د اوبو او هوا په برخه کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جان کري له سي ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د ځینې نا حل شویو مسائلو په اړه به امریکا په دغه سیمه کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

جان کري زیاته کړې، په سیمه کې ډېری داسې مسائل شته چې تر اوسه پورې حل شوي نه دي او امریکا ته په کار ده چې تر یو څه مودې پورې لا په منځني ختیځ کې خپل یو شمېر سرتېري وساتي.

هغه لا ینحله مسائلو ته له اشارې پرته ویلي چې امریکا به دومره ژر له سیمې څخه په شا نه شي ځکه د ده په خبره، د سولې او ثبات ټینګښت لپاره په سیمه کې د امریکایي سرتېرو حضور اړین دی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې وروستیو کې داسې راپور ورکړی دی چې ګوندې بایډن له منځني ختیځ څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پیل لپاره د نظامي تجهیزاتو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...