د افغانستان دکرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په تېر کال کې په ټول هېواد کې نژدې ۲ میلیون او ۱۸۰ زره ټنه شیدې تولید شوي دي.
دغه وزارت پرون یکشنبې په ورځ ( د وري ۲۲ مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګ، هرات، بلخ، کندهار، کندز او سمنګان له هغه ولایتونو څخه دي چې ډيرې شیدې پکې تولید شوي دي.
له دې ډلې څخه په فاریاب کې ۲۰۰، بغلان کې ۱۴۸ او تخار کې ۱۸۲ ټنه شیدې تولید شوي چې تر نورو ولایتونو مخکې دي.
اعلامیه زیاتوي چې د یاد وزارت د راپورونو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د غواوو ۸۱۹ فارمونه شتون لري چې زیاتې شیدې له همدې فارمونو څخه تر لاسه کیږي.
اعلامیه کې لیکلي شوي چې افغانستان له کاله ۲،۹میلیون ټنه شیدو ته اړتیا لري چې په وینا یې اوس مهال نژدې یو میلیون شیدې له بهر څخه افغانستان ته واردیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په هیواد کې شاوخوا څلور میلیون غواوې او نژدې ۲۰ میلیون پسونه په افغانستان کې شتون لري.