Home » افغانستان » تېرو۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وېروس ۲۳۴ پېښې ثبت شوي
رویداد خبري آژانس

تېرو۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وېروس ۲۳۴ پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا ۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۵۹۴ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه کسه مړه شوي او ۶۶۲ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۱۳۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۰ زره او ۵۸۲ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې نن سهار د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور یوه خبري غونډه کې له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا وېروس مخنیوي لپاره دې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته له تګ راتګه په کلکه ډډه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...