Home » افغانستان » تاشکند له بین الافغاني خبرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی
رویداد خبري آژانس

تاشکند له بین الافغاني خبرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوه پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

تر څنګ یې ازبکستاني لوري ویلي چې دوی د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي نو له همدې امله له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي.

په دې لیدنه کې حنیف اتمر ازبکستان د افغانستان ښه ملګری یاد کړی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان پر بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.

ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیار دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...