د بنګله دیش په جنوب کې پر لاریونکونکو د پولیسو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه پنڅه کسان وژل شوي او یوه بل ټپي شوی دی.
د بنګلهدېش د پولیسو یوه چارواکي عزیزالاسلام پرون (د اپرېل په ۱۷مه نېټه) وویل نښتې هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د برېښنا د یوې فابریکې د معترضو کارګرانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.
د چین په مرسته د دې جوړېدونکې نیمګړې فابریکې کارګرانو د خپلو پاتې تنخواګانو غوښتنه کوله.
پولیس وايي معترضو کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو د کوتکو په وسیله پر دوی حمله وکړه او دوی د خپل ځان د دفاع لپاره ډزو ته اړ شول.
راپورونه وايي چې واړه پنځه وژل شوي کسان کارګران وو.
په ۲۰۱۶ کال کې هم په دې سیمه کې د برېښنا د تولید د دې فابریکې د ځمکې د پېرېدلو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي وو.