د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ازبکستان وارداتي برښنا کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه.
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان برښنا په تولیدي دستګاو کې د تخنیکي ستونزو د لمنځه وړلو په موخه ددې هیواد د هڅو وروسته، افغانستان ته د برښنا صادراتو کچه ۳۰۰ میګاواټو ته لوړه شوه.
دا شرکت په خپله خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په ورته وخت کې د ازبکستان وارداتي برښنا د عادي کیدو لپاره کار په جدي توګه دوام لري ترڅو د برښنا واردات ۴۵۰ میګاواټو ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د برښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د ازبکستان وارداتي برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰ ته کمه شوې ده.