Home » اقتصادی » برښنا شرکت:تر نن مازدیګره به د کابل برښنا وصل شي
رویداد خبري آژانس

برښنا شرکت:تر نن مازدیګره به د کابل برښنا وصل شي

له تېرې ورځې راهیسې د کابل په ګډون یو شمېر نور ولایتونه برېښنا نه لري.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په بغلان ولایت کې د برېښنا مزي پرې شوي او له همدې امله پرچاوي رامنځته شوې دي.

د یاد شرکت ویاند ویلي چې د دوی تخنیکي ډله سیمې ته رسېدلې ده او د نن ورځې تر مازدیګره به دا ستونزه اواره شي.

د یادونې ده چې په دې یخ ژمي کې کابل ښاریان د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ سر ټکوي او زیاتوي چې حکومت په وار وار د برېښنا ستونزې د بشپړې اواري ژمنه کړې ده خو دوی تر اوسه پورې په شپه او ورځ کې یوازې اووه ساعته برېښنا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...