Home » سیمه او نړی » بایډن: ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

بایډن: ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي.

بایډن ‘سي.بي.سي’ ټلوېزیون ته په مرکه کې چې د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ خپره شوه، وویل، ښایي ټرمپ پټ اطلاعات افشا کړي.

روانه اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوهمه محکمه ده.

دی تورن دی چې د جنوري د شپږمې نېټې د خبرو پر مهال یې خپل ملاتړي بغاوت ته هڅولي دي.

تر دې وینا وروسته د ټرمپ ملاتړیوپه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ ور ودانګل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...