د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده.
جو بایډن د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشوره کوي.
بایډن وویل، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو پر یو غړي هېواد برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید بلل کېږي.
ولسمشر بایډن د اروپایي هېوادونو مشرانو ته خپله وینا کې زیاته کړه، امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د مخکې تلو په اړه به له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي.
د جو بایډن له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټېن هم د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ ویلي وو، هېواد به یې له افغانستان په بیړه او بې نظمه ونه وځي.
نوموړي د دې تړون له غړو مننه وکړه چې افغانستان کې د پرېکند ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي. هغه دا هم وویل چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.